د ولسمشر غني په حضور کې د ملي دسترخوان پروګرام مالي سند لاسلیک شو. غني پرون په ارګ کې یادو مراسمو ته د وینا پرمهال ویلي چې د ملي دسترخوان پروګرام له لارې به ۴،۵ میلیونه کورنیو ته رسیدګي وشي. نوموړي زیاته کړې چې ددې ملي پروګرام په لومړي پړاو کې په ۱۲۳ او په دویم پړاو کې په ۲۳۵ ولسوالیو، ۱۴ښارونو او د ۱۹ ولایتونو مرکزونوکې تطبیقیږي چې کابل ښار هم په کې شامل دی. هغه ویلي چې ددغه ملي پروګرام مدیریت د کلیو پراختیایي شوراګانو په لاس کې دی چې په وینا یې دوی ته بانکي حسابونه پرانیستل کېږي چې د کلیو او ولسوالیو بازارونو نه توکي واخلي او په مستحقو کورنیو یې ووېشي. نوموړي زیاته کړې چې هر افغان ددغه پروګرام د څارنې حق لري. تر دې مخکې په یاد پروګرام کې د مالي فساد په اړه نیوکې مودجودې وي. ولسی جرګې د چنګاښ مياشتې په ٣١مه د ۲۴۴ ميليون ډالرو په ارزښت خلکو ته د لومړنيو خوراکي توکو د وېش برنامه د قانوني پړاونو د نه بشپړولو له امله رد کړې وه.
































