د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۱ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي او پر دغې ناروغۍ اخته یوکس مړ شوى دى. د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ۱۱ پېښې له هغو ۱۵۳ شکمنو پېښو څخه مثبتې ثابتې شوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې ازمایل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تازه ثبت شوو مثبتو پېښو کې شپږ په کابل، څلور په باميان او يوه په پکتيا ولايت کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټولیزه توګه افغانستان کې پر کرونا وبا د اخته کسانو د ثبت شویو پېښو شمېر ۳۸۱۴۰ ته رسېدلی او له دې ډلې ۱۴۰۲ کسان مړه شوي او ۲۹۰۵۹ نور بېرته روغ شوي دي.
































