ولسمشر غني او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، ټلیفوني خبرې کړې دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړو ولسمشرانو، د همکاریو د پراختیا، سولې پروسې او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو د دوام په اړه خبرې وکړې. د فرانسې ولسمشر له افغانستان څخه په ځانګړي ډول د سولې او بیارغونې په برخه کې د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او په کابل کې یې د مور او ماشوم روغتون له فعالیتونو، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو او لرغون پېژندنې په برخه کې یې د فرانسې د همکارۍ یادونه وکړه. همدا راز نوموړي د سولې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی. په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د طالب زندانیانو او طالبانو سره د افغان حکومت د بندیانو د ازادولو پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.
































