د امریکا ولسمشر د بې عدالتیو پر وړاندې د روانو لاریونونو ګډونوال کوڅه ډب بللي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ یوه کمپایني غونډه لرله خو تر څنګ یې په امریکا کې زرګونه کسان د بې عدالتیو او د ټرمپ د حکومت پر کمکاریو د نیوکو له امله لاریونونه کړي وو. دوی وایي چې په دغه هېواد کې دې روانه بنسټیزه او سیستماتیکه بې عدالتي ختمه کړل شي. بلخوا ټرمپ بیا ویلي چې دی یو پیاوړی ولسمشر دی او څو کوڅه ډب د ځینو کړیو په لارښوونه د حکومت پر وړاندې درېږي او لاریونونه کوي. ټرمپ تر دې وړاندې هم لاریون کوونکو ته په ورته الفاظو سپکاوی کړی و. هېره دې نه وي چې نړیوالو هم د لاریون کوونکو له غوښتنو ملاتړ کړی دی.
































