رمپ د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال پر خپله یوه پخوانۍ ټاکنیزه سیاله کاملا هاریس ملنډې ووهلې او زیاته یې کړه دی هیله لري چې یوه ورځ په امریکا کې یوه ښځه ولسمشره شي خو کاملا هاریس هېڅ وخت ددې کار لیاقت نه لري. دده په وینا ټول پلویان یې ایوانکا ټرمپ غواړي. هغه په څنګزنه توګه خپلې لور ته دا کمپاین کړی دی چې ګواکي یوه ورځ باید د امریکا ولسمشر شي. تر دې وړاندې هم داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ټرمپ غواړي لور یې د امریکا ولسمشره شي نو له همدې امله یې په اړه کمپایني څرګندونې کوي او په غونډو کې یې تر څنګ ولاړه وي.
































