په پاکستان کې د وروستیو تېزو بارانونو له امله راوتلیو سیلابونو اتیا تنه مړه کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي. د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکو ویلي چې دا سیلابونه په خیبرپښتونخوا، کراچۍ او سیند کې راوتلي دي. د کراچۍ چارواکو بیا ویلي دوی ته د اتیا کسانو د مړینې خبر رسېدلی دی چې ۴۷ یې له کراچۍ، ۱۴ پښتونخوا او پاتې نور یې له سیند ایالت سره تړاو لري. چارواکي وایي چې دا کسان د دیوالونو غورځېدو، برېښنا شارتیو او دغه راز د تندرونو غورځېدو پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.
































