اماراتو په رسمي ډول پر اسراییل باندې بندیزونو ته د پای ټکی کېښود. د راپورونو له مخې، وروسته تر هغه چې د متحده عرب اماراتو او اسراییل ترمنځ روبط د امریکا په منځګړیتوب عادي حالت ته راوګرځېدل، د یاد هېواد حاکم د یو فرمان په صادرولو سره په رسمي توګه پر اسراییل بندیزونه ختم کړي دي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې اماراتو له اسراییل سره اړیکي عادي کړې چې د ایران او ترکیې په ګډون د ځینې نورو اسلامي هېوادونو له مخالفت سره مخ شو او ټولو هېوادونو دا چاره له فلسطینیانو سره ستر خیانت وباله.
































