د امریکا په دوو ایالتونو کې را الوتي توپان ۱۴ کسان مړه کړي دي. د لویزیانا ایالت والي، جان بل اډوارډز ویلي چې د یاد توپان له امله په دغه ایالت کې ۱۰ کسان مړه شوي دي. د هغه په خبره، یاد توپان د سر زیان سربېره مالي تاوانونه هم اړولي دي خو په وینا یې تر اوسه یې کره شمېر له دوی سره نشته. هغه زیاته کړې، دا کسان د یوې وړې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي. د نوموړي په خبره د دوی د معلوماتو له مخې، دغه راز په تګزاس کې هم د سخت باد له امله د یو کور نړېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
































