امریکا کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې دوه سرتېري وژل شوي دي. د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې، دا “بلک هاک” چورلکه چې پنځه کسان پکې سپاره وو په کلوراډو کې را غورځېدلې ده چې په پایله کې یې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور سخت ژوبل دي. د امریکا د کومانډو ځواکونو قومنداني ویلي چې دوی تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه شي ویلی خو له څېړنو وروسته به په دې اړه وروستي جزیات له رسنیو سره شریک کړي. بلخوا د امریکا دفاع وزارت بیا د یادې پېښې د پخلي تر څنګ زیاته کړې چې دا چورلکه د تمریناتو پر مهال نسکوره شوې ده.
































