د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لنډ مهالې ادارې جوړیدو په تړاو خپرو شویو اوازو په اړه وایي چې د اوسني نظام د دوام لپاره څو غوراوي تر لاس لاندې دي او که نړیوال ملاتړي د اوسني نظام ملاتړ ونکړي حکومت د نظام پر مخ بېولو توان لري او نوي ملاتړي به پيدا کړي. محب لنډمهاله اداره د هېواد په ګټه نه بولي او ټینګار کوي چې هر ډول لنډ مهاله اداره به په هېواد کې د کړکېچ سبب وګرځي. نوموړی همدا راز د پخلاینې عالي شورا د سولې بهیر په لار کې د اسانتیاوو برابرونکې بولي نه ددې بهیر پرېکړه کوونکې. دا څرګندونې داسې مهال دي چې ټاکل شوې راتلونکو اونیو کې د افغانانو خپل منځي خبرې په دوحه کې پيل شي.
































