ولسمشر غني وایي، جمهوریت د افغانستان د ټولو وګړو نظام دی او په خبره یې هغه وخت تېر دی چې یو اقلیت به پر هر څه واکمني کوله. نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د عاشورا ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې، جمهوریت یو پراخ نظام دی چې هر څه تر خپل چتر لاندې ځایولی شي. ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې له سولې باید هیڅوک هم ونه وېرېږي ځکه د سولې مانا یوه سیاسي معامله نه ده، بلکې سوله د ټولو افغانانو هغه غوښتنه ده چې غواړي تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او په امن فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
































