د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای ایډې ویلي، اوس ددې وخت دی، چې په افغان جګړه کې ښکېل ټول هېوادونه قرباني ورکړي او د سولې له روان بهیر سره مرسته وکړي. نوموړی دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې ځینو هېوادونو له امریکا او افغان حکومت غوښتي، څو هغه طالب بندیان خوشي نه کړي چې د دوی سرتېري یې وژلي دي. ده ویلي« د دې خبرې منطق څه دی، ایا د افغانانو ژوند تر بهرنیانو لږ ارزښت لري؟» کای آیډې په افغان جګړه کې پر ټولو ښکېلو هېوادونو غږ کړی چې خپله بیه پرېکړي، څو په دې ډول بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي، جګړې ختمې شي او افغانستان دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي. فرانسې او اسټرالیا د افغانستان او امریکا له دولتونو غوښتي چې هغه طالب بندیان خوشې نه کړي چې د دغو هېوادونو د ځواکونو او وګړو په وژلو کې ښکېل دي. اوس د طالب بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ د دې سبب شوی چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل نه شي.
































