د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې د عاشورا ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې افغان دولت په خپل ټول توان د یوې با عزته او سرتاسري سولې د راتلو لپاره کار کوي او په دې برخه کې یې کوټلي ګامونه اوچت کړي دي. دانش ویلي، په دې برخه کې ښه بېلګه د ملي مصالحې د شورا تشکیل جوړول دي، چې پرون د ولسمشر د یوه فرمان په اساس اعلان شو. نوموړي ویلي، چې موږ ټول له دې لوی ګام او پرمختګ ملاتړو کوو او له طالبانو هم غواړو چې په رښتیني ډول د مذاکراتو مېز ته راشي او خبرې پیل کړي. دانش ویلي، د افغانستان خلک به تر راتلونکو څو ورځو پورې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو د پیلېدو شاهدان وي.
































