د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي مصالحې عالي شورا تشکیل بشپړېدو هرکلی کړی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، حامد کرزی د سولې لپاره هڅه د افغانستان د ټولو خلکو ملي وجیبه بولي. اعلامیه کاږي، پخوانی ولسمشر به د سولې لپاره خپلې هڅې او کوښښونه د هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي. د یادونې ده چې له ځنډ او نیوکو وروسته بلاخره پرون د ملي مصالحې عالي شورا تشکیل بشپړ او اعلان شو چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
































