په داسې حال کې چې د افغان جګړې ښکېل اړخونه په دغه هېواد کې له اوږدې جګړې وروسته د خبرو لپاره چمتوالی نیسي، کارپوهان وایي، پاکستان ځکه د دې پرمختګ امتیاز د ځان بولي چې غواړي په راتلونکي افغانستان کې د هند پر ضد خپل نفوذ پراخ کړي. که څه هم پاکستان په وار وار ویلي چې دوی یوازې په دې پروسه کې د اسانتیا په موخه پر طالبانو فشار راوړي خو د برکینګ انسټیټیوټ غړې مدیهه افضل وايي، پاکستان خبرو ته د طالبانو له چمتو کولو غواړي دوې ګټې پورته کړي، لومړی؛ غواړي امریکا ته ځان نږدې کړي خو تر ټولو مهمه بیا دا چې هڅه کوي له طالبانو څخه د خپلو لاس پوڅو په توګه کار واخلي. په ورته وخت کې ایشلي ټیلاس هم په همدې باور دی او وایي، پاکستان غواړي له طالبانو د داسې یو وسیلې په توګه کار واخلي چې راتلونکی دولت تر خپل کنټرول لاندې راولي او دا انتخاب خپل کړي چې له سولې وروسته افغانستان باید له چا سره اړیکې ولري او له چاسره یې ونه پالي.
































