د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل فرانسوي سیال سره تلیفوني خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره په دې مکالمه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د سولې پر روانه پروسه بحثونه کړي دي. فرانسې ویلي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له هغه پروسې سره بشپړ همکار دي چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې او ولسواکي وساتي. حنیف اتمر هم د فرانسې له دایمي همکاریو مننه کړې ده او په وینا یې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته د قدر په سترګه ګوري.
































