ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابېدو دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه په خپل یوه تازه دوره يي راپور کې ویلي چې د تېرو میاشتو په پرتله په افغانستان کې جګړې او نښتې ډېرې شوې دي. دده په خبره د مارچ له ۱۴مې بیا د جولای تر ۱۲مې ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۳۷۰۶ امنیتي پېښې ثبت کړې دي. د سرچینې په خبره سره له دې چې دغه شمېره د تېرو میاشتو په پرتله لوړه ده، خو د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه کموالی ښيي. ملګري ملتونه دغه راز وایي چې په دې پېښو کې مخامخ جګړې، ځانمرګي بریدونه، نښتې او نور موارد شامل دي. په راپور کې د نورو مسایلو په اړه هم معلومات ورکړل شوي دي. ګوتریش به دغه راپور د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کوي. بلخوا د سولې په اړه هم په راپور کې ځينې څرګندونې شوې دي او ګوتریش وایي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې یې هڅې د قدر وړ دي.
































