ن د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اکشن پلان دویمه کلنۍ غونډه ترسره کېږي. ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي چې ددغه غونډې لپاره په کابل کې بشپړ تیاری نیول شوی دی. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د ثبات، سولې، امنیت، دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او نورو مواردو په اړه خبرې وشي. په غونډه کې ددواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي او پر عمل پلان به بحثونه وشي. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عمل پلان په دویمه کلنۍ غونډه کې له افغانستان سره د اړیکو پر لا پراختیا او سوداګریزو مسایلو خبرې کېږي.
































