سپوټنیک اژانس د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی دی چې طالبانو هملند کې د امریکایي ځواکونو پر یوه پوځي اډه راکټي بریدونه کړي دي. ورځپاڼه وایي، طالبانو په دغه برید سره د دوحې تړون نقض کړی دی. راپور کې د امریکایي پوځي چارواکو له قوله ویل شوي، طالبانو د جولای میاشت کې په هلمند کې د امریکایي او افغان ځواکونو پر یوه بله ګډه پوځي اډه هم راکټي بریدونه کړي دي. راپور کاږي، د طالبانو له لوري توغول شوي راکټونه د یادو اډو په پنځوس مترۍ کې لګېدلي دي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې راپورونه نه دي ورکړل شوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































