د امریکا په سنا کې د مینه سوتا ایالت استازې ایمي کلوبوچار پر ډونالډ ټرمپ توندې نیوکې کړې دي او هغه یې یو بې پلانه او ګډوډ انسان بللی دی. نوموړې ویلي، څو پورې چې د امریکا واګې د ټرمپ په لاس کې وي دغه هېواد ته امن نه راځي، ځکه د دې په وینا ټرمپ خپلې ګټې په همدې ګډوډۍ کې ویني او په هیڅ صورت د وضعیت د ارامولو هڅه نه کوي. نوموړې امریکا کې وروستیو اعتراضونو ته په اشارې زیاته کړې، کله چې وروستي اعتراضونه لږ هم ارام شوي ټرمپ بیا داسې څرګندونې کړې دي چې هغوی مجبور شي بیا بیا سړکونو ته راووځي. ایمي څرګنده کړې، امریکا کې باید د ټولو وګړو حقونه مساوي وي، خو ټرمپ یو متعصب شخص دی او په واک کې یې موجودیت امریکا نوره هم ناامنولی شي.
































