د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې د ۲۸مې نېټې هوکړې له مخې، د دغې شورا د رسمیت او رامنځته کېدو بحث د ملي مصالحې عالي شورا له لوري له ولسمشر، سیاسي اشخاصو، ملي شورا له رییسانو، مدني ټولنې او د هېواد له نخبه ګانو سره په مشوره تشکیلېږي، نو په دې بنسټ د دغې شورا ایجاد د ملي مصالحې عالي شورا د رییس صلاحیت دی او د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان ایجاب نه کوي. خبرپاڼه کاږي، د دغې شورا ترکیب باید پراخ بنسټه اوسي او په دې برخه کې د هېواد له بیلو سیاسي رهبرانو، مدني ټولنې او جریانونو سره مشورې پیل شوې او د وروستي کېدو په حال کې دي.
































