امریکایي استازو د ټرمپ له حکومت د افغانستان په اړه د خپلې پالیسۍ وضاحت غوښتی دی. د امریکا د مجلس دیموکراتو استازو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ته په بېلو لیکونو کې له دوی غوښتي چې په افغانستان کې د اوسني وضعیت او خپلې تګلارې په اړه معلومات ورکړي. استازو ویلي امریکايي وګړي حق لري د خپلو مالیاتو له لګېدو او دغه راز د خپل هېواد د حکومت د سولې له هوکړو خبر وي. دوی ویلي چې د ټرمپ حکومت باید خپله پالیسي او راتلونکي پلانونه واضح کړي او په دې اړه دې امریکایي استازو ته وضاحت ورکړي.
































