د راپورونو له مخې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین له ولسمشر غني سره تلیفوني خبرې کړې دي او نوموړي ته یې ویلي چې ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پيل شي. اوبراین همدا راز ټینګار کړی دی چې امریکا د بین الافغاني خبرو ملاتړې ده او افغان حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي. د سپینې ماڼۍ دغه لوړپوړي چارواکي همدا راز زیاته کړې چې امریکا د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده او اجازه به ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.
































