د سعودي عربستان پادشا څو لوړپوړي دولتي او پوځي چارواکي د فساد په تور له دندې ګوښه کړي دي. د راپورونو له مخې ملک سلمان تېره ورځ په یوه فرمان کې په یمن کې د سعودي د ایتلاف مشر فحد بن ترکي او همدا راز د هغه زوی له دندو ګوښه کړي دي او د فساد تور یې پرې لګولی دی. د عرب رسنیو د راپورونو له مخې د سلطنتي کورنۍ ددې دوو غړو تر څنګ څلور کسه نور دولتي چارواکي هم د فساد په تور له دندو ګوښه کړل شوي دي. ددې تر څنګ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان یو ځل بیا ویلي چې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي. بلخوا د محمد بن سلمان نقدوونکې رسنۍ بیا وايي چې هغه د واک د ساتلو لپاره خپل مخالفین په بېلو نومونو له واک لرې کوي.
































