د قطر د بهرنیو چارو پخواني وزیر د اسراییل او ابوظبۍ وروستیو اړیکو ته په اشارې ویلي چې د عربي نړۍ وروستی نازک وضعیت د ژړا وړ دی. عربي القدس ورځپاڼې د حمد بن جاسم الثاني له قوله ویلي، اوس د ژړا ځای دا نه دی چې اسراییل او اماراتو اړیکې عادي کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېر صمیمانه پیغامونه تبادله کېږي، د ژړا او اندېښنې خبره دا ده چې عربي نړۍ په ډېر نازک وضعیت کې ده او له بده مرغه عربان ورته ویده دي. نوموړي زیاته کړې، عربي نړۍ هیڅکله په دومره ټیټ وضعیت کې نه وه لکه اوس چې ده. جاسم، د دې ټولو ستونزو اصلي لامل خپلمنځي ستونزې او مخالفتونه بللي دي.
































