د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې نن د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې یوه نظامي چورلکه رانسکوره شوې ده. د یاد ولایت د والي ویاند جواد هجري ویلي، یاده چورلکه چې امنیتي ځواکونو ته یې اکمالات کول د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د تخنیکي ستونزو له امله را نسکوره شوې ده. د هغه په خبره، په یاده پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. تر اوسه د نسکورې شوې چورلکې نوعیت نه دی په ډاګه شوی. دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































