سوري رسنیو راپور ورکړی دی چې نن د دغه هېواد په جنوبي سیمو کې د اسراییل په هوایي بریدونو کې ۱۱ ایراني ملېشې وژل شوې دي. د راپورونو له مخې، دا بریدونه د حزب الله پر ملاتړو وسله والو شوي دي. د اسراییل پوځي چارواکو ویلي چې په دې برید کې د حزب الله د ملاتړو ۱۱ ایراني وسله والو وژل کېدو ترڅنګ یادې ډلې ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي. د سوریې د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې هم یاد بریدونه تایید کړي او زیاته کړې یې ده چې په وژل شویو کې ۹ سوريایي او پاتې نور یې د نورو هېوادونو وګړي دي. ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































