روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۶۲ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۳۱ هغو پایله مثبته راوتلې ده، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۲۰۰ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۴ کسان مړه شوي او ۱۴۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زره او ۴۰۶ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۹ زره او ۲۴۵ ته لوړ شوی دی.
































