په لوی لاس د سولې په لار کې د خنډونو جوړولو په دوام، تازه د ولسمشر غني او ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د دغې شورا پر غړو او تشکیلاتو ناندرۍ راولاړې شوې دي. څو ورځې وړاندې ولسمشر غني یو فرمان صادر کړ چې له ځان سره یو اوږد نوملړ هم لري او په هغه کې د ملي مصالحې عالي شورا د غړو نومونه لیکل شوي دي. سره له دې چې ګڼو سیاسیونو له دې نوملړ سره مخالفت کړی دی، خو ډاکټر عبدالله یې بیا له سره غیر اصولي اقدام بولي. بلخوا شنونکي په دې باور دي چې دغه ډول اقدامات د سولې پروسه نوره هم ځنډولی شي.
افغانان د تېر دوه سري حکومت ترخه تجربه له ځان سره لري اوس تازه د ملي مصالحې عالي شورا د مشر او ولسمشر غني ترمنځ نوې ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. ولسمشر د یوه فرمان له لارې د ده په وینا، تر سلا مشورو وروسته د ملي مصالحې عالي شورا غړي تعین کړي دي، خو ډاکټر عبدالله عبدالله یې یې پر دغه فرمان غبرګون ښودلی دی. ولسمشر په دغه فرمان کې ویلي چې د سولې د چارو د ژر پر مخ بېولو، د خنډونو لرې کولو او بین الافغاني خبرو د ژر پیل لپاره یې د دغې شورا د غړو نوملړ اعلان کړی دی، چې مشري به یې ډاکټر عبدالله عبدالله کوي. د ده په خبره، نوملړ تر اوږدو سلا مشورو وروسته جوړ شوی دی.
بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا مشر داکټر عبدالله عبدالله بیا وایي چې د دغې شورا د غړو او تشکیل جوړول د یادې شورا د مشر کار دی او د ولسمشر فرمان ته اړتیا نه لري. د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره، د ملي مصالحې عالي شورا په دې اړه کار پیل کړی او ژر به یې نهايي کړي. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي هوکړې له رامنځ ته کېدو سره سم د ملي مصالحې عالي شورا رامنځ ته شوې ده او غړي به یې هم د دې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو اړخونو سره تر مشورې وروسته انتخابوي. د ده په خبره: ((د ۱۳۹۹ کال د غويي ۲۸مې د سیاسي هوکړه لیک د (ب) بند د صراحت پر اساس، د دې شورا د رسمیت او رامنځته کېدو بحث د ملي مصالحې عالي شورا له ولسمشر، سیاسي طرفونو او رهبرانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو له ریسانو، مدني ټولنې او د هېواد له نخبه ګانو سره په مشوره، تشکیلېږي)).
ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې د همدې توافق د یادې مادې په اساس د یادې شورا تشکیل د ولسمشر فرمان ته اړتیا نه لري. دی وایي چې د شورا د غړو د انتخاب لپاره په ماده کې له یادو شوو بنسټونو سره مشورې روانې دي او داسې یو نوملړ به جوړېږي چې ملي وي او ټول ولس ته د منلو وړ وي.
د ولسمشر له لوري د یاد لېست له اعلان سره سم ځینو سیاسي ډلو له دغه شورا سره پرېکون اعلان کړ او دا لېست یې فرمایشي او د حکومت په خوښه جوړ شوی وباله. پخوانی ولسمشر حامد کرزی لومړنی هغه کس و چې پر دې لېست یې غبرګون وښوده او په خبره یې، په هېڅ حکومتي تشکیل کې کار نه کوي، خو د سولې لپاره هڅې یې لومړیتوب دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم وایي چې دغه لېست له سیاسی اړخونو او مدني ټولنو سره له مشورو پرته جوړ شوی او تر ډېره د حکومت فرمایشي کسان پکې دي. د دغه حزب مطبوعاتي برخې رسنیو ته ویلي چې دوی له لېست سره موافق نه دي، ځکه د سولې راتګ یوې بې طرفه شورا ته اړتیا لري. د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني هم پر خپل وار له دې شورا سره پرېکون اعلان کړی او هغه یې یو طرفه لېست بللی.
د دې اندېښنو ترڅنګ دا وېره شته چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د ملي مصالحې عالي شورا پر سر ناندرۍ به یو ځل بیا د سولې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او دا ناندرۍ به د جګړې د دوام سبب شي.
































