د سولې په چارو کې ددولت وزارت وایي د بل هر وخت په پرتله د سولې خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوې ده. ددغه وزارت ویاندې ویلي دوی تر بل هر وخت د بین الافغاني خبرو پيل ته نږدې شوي دي او دمګړی د افغان پلاوي د لېږلو پر لوجستیکي چارو بوخت دي. ددغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، افغان حکومت له خپل لوري د طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه ټول خنډونه له منځه وړي دي اوس ددې تمه ده چې ژر تر ژره به بین الافغاني خبرې پيل شي. هغه د خبرو د پیل دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې، خو د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ځینو غړو رسنیو ته ویلي چې ښايي په دوو یا درېیو ورځو کې افغان پلاوی دوحې ته لاړ شي. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیلېدل د زندانیانو تر خوشي کولو پورې ځنډول شوي وو، چې اوس دا لړۍ پیل شوې ده او ښایي ژر بشپړه شي.
































