د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې پروسه پیل شوې ده. د راپورونو له مخې په تېرو دوو ورځو کې افغان حکومت د طالبانو نږدې دوه سوه بندیان خوشي کړي او طالبانو یې هم په مقابل کې د افغان حکومت څلور بندي کومانډویان خوشي کړي. سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې د زندانیانو د تبادلې پروسه پيل شوې ده او په همدې ورځو کې به بشپړېږي چې ورسره جوخت به بین الافغاني مذاکرات پيلېږي. سرچینه دغه راز وایي چې د یوه توافق له مخې طالبان د هرو پنځوسو طالب زندانیانو په مقابل کې یو کمانډو سرتېری خوشي کوي. افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو دغه سرچینې بهرنیو رسنیو ته ویلي چې ښایي نن چهارشنبه افغان حکومت پاتې ۱۲۰ طالب بندیان هم خوشي کړي او په دې سره به مخامخ خبرو ته زمینه برابرېږي. په قطر کې د طالبانو ددفتر ویاند سهیل شاهین هم منلې چې په تېرو دوو ورځو کې یې ځینې بندیان خوشي کړل شوي دي.
































