په کابل کې د برېټانیا سفارت ویلي چې افغانان نور له جګړو ستړي دي او ددې اړتیا ده چې په دې مهم او طلايي فرصت کې ټول ښکېل اړخونه د رښتینې سولې لپاره لاس په کار شي. سرچینه کاږي چې ټول اړخونه دې له ځنډ پرته ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل کړي. برېتانیا دغه راز ویلي چې طالبان دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ددوحې هوکړه دې پلې کړي، ځکه ددوی له لوري د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده. برېتانیا پر افغان مشرانو هم غږ کړی چې د خپل ولس غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او د سولې په لار کې دې خنډونه نه جوړوي.
































