د چین د بهرنیو چارو زوارت وایي په دې وروستیو ورځو کې هندي ځواکونه هغو سیمو ته اوښتي چې د چین ارضي تمامیت ګڼل کېږي. د چین حکومت پر هند غږ کړی چې له ورته پاروونکو اقداماتو لاس په سر شي. بلخوا په هند کې د چین سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هند دغه کارونه د تاوتریخوالي د کمولو او اړیکو د ښه کولو له روحیې سره مخالف دي او ښه به وي چې هندي پوځیان له ورته اقداماتو لاس په سر شي کنه د چینايي پوځ له سخت غبرګون سره به مخ شي. څه موده وړاندې هم په سرحدي سیمه کې د هند او چین ترمنځ ناندرۍ ولاړې شوې وې، چې په جګړه واوښتې او ګڼو هندي سرتېرو ته پکې تلفات واوښتل.
































