د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو ویلي چې شمالي کوریا تازه هڅې پيل کړې، څو خپل بالستیکي توغندي پیاوړي کړي او غواړي له ځينو هېوادونو په دې اړه شته تکنالوژيکي وسایل او تخنیکونه وپېري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټولو نړیوالو شرکتونو ته خبرداری ورکړی دی چې په دې تړاو له شمالي کوریا سره همکاري و نه کړي او په هېڅ صورت دې دوی ته د بالستیکي توغندیو د پراختیا په اړه معلومات او نور اړین مواد په لاس نه ورکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې پر شمالي کوریا او ددغه هېواد پر ځینو لوړپوړ چارواکو به خپل بندیزونه نور هم ډېر کړي.
































