د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په خپلو بېلابېلو لابراتوارونو کې ګڼ شمېر مشکوکې پېښې څېړلې دي، چې له ډلې یې ۴۰ هغه مثبتې وې. دغه راز په یاده موده کې ۳ تنه پر کرونا اخته ناروغان مړه شوي او ۶۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زره او ۴۰۹ او د بېرته رغېدلو هغو بیا ۲۹ زره او ۳۰۶ ته لوړ شوی دی.
































