د افغان سیاسیونو ترمنځ کشمکش د سولې لپاره خنډ جوړولی شي. د افغانستان د چاروې یوه څارونکي مایکل کوګلمن په یوه تازه مقاله کې ویلي دي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ تازه سیاسي اختلافونه کولی شي د سولې پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي. دده په خبره افغان سوله لا هم له سختو ستونزو سره مخ ده، خو ددواړو لورو اختلافونه کولی شي دغه ستونزې نورې هم ډېرې کړي. کوګلمن دغه راز وایي چې د بین الافغاني خبرو په پیل سره په افغانستان کې د امریکا مسوولیت نه ختمېږي، بلکې امریکا به تر دې ډېره د افغانستان د سولې په مسئله کې ښکېل شي. هغه وایي امریکا به پر دواړو لورو د سولې د راتګ لپاره فشارونه راولي، که طالبان یا حکومت د سولې په چارو کې ناغېړي کوي، امریکا اړ ده چې فشارونه جاري وساتي، د ترهګرۍ ضد مبارزې ته متوجه وي، د نورو کړیو د مداخلې مخه ونیسي او د سولې دغه کاواکه بهیر بریالی کړي.
































