د هېواد په ځينو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرتیا لهمخې د کابل په سیندیزه حوزه کې د اوبو کچې د لوړېدو او په بدخشان، پنجشیر، کونړ، لغمان، لوګر، میدان وردګ، پکتیا او خوست کې د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی. د دغو سېلابونو راوتل د روانې تلې میاشتې له ۶مې تر ۸مې اټکل شوي دي.
































