د طالبانو د ۳۲۰ کسه بندیانو د خوشي کولو پروسه تېر ماښام بشپړه شوې ده. په حکومت کې باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې تېر ماښام د طالبانو د پاتې زندانیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ شوی دی خو په دې ډله کې اووه داسې بندیان هم شته چې له حکومت سره دي او له کابل به دوحې ته لېږل کېږي. د سرچینې په خبره یاد اووه هغه کسان دي چې په افغانستان کې د بهرنیانو په وژلو کې لاس لري او دوی به د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال په دوحه کې نظربند وي. بلخوا ویل کېږي چې ژر به په دوحه کې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي خو په دې اړه وروستي او کره جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
































