د راپورونو له مخې د نړۍ ګڼو هېوادونو په ویانا کې په یوه کنفرانس کې د هغه اټومي تړون د ژغورلو هڅې پيل کړې چې د ایران او نړۍ د پنځو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی. د اروپايي ټولنې یوې چارواکې هیلګا شميد ویلي اروپايي ټولنه دغه تړون ته ژمنه ده او په پوره توان به ددغه تړون د ژغورلو لپاره هڅه کوي. د نوموړې په وینا له ایران سره د شته کشمکشونو د حل یوازینۍ لار دا ده چې امریکا او ایران دواړه پر اتومي تړون عمل وکړي او دغه تړون چې دمګړی امریکا ترې وتلې ده وژغورل شي. په ویانا کې هم په غونده کې ګډونوالو د ایران له اتومي هوکړې ملاتړ کړی دی.
































