وسله والو طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني په کابل کې د جوړې شوې وروستۍ لویې جرګې پریکړې ته احترام ونه کړ تر څو خپل فرمان عملي او پاتې طالب بندیان د سولې د شوې هوکړې مطابق آزاد کړي، طالبان وایي د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت ټوله هڅه کوي چې د سولې لار کې خنډونه جوړ کړي خو کوم ځای نه نیسي چې، یوه بېلګه یې د بندیانو د آزادۍ پر سر پرله پسې خنډونه جوړول وو خو د امریکایانو په جدې مداخله او وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار رابرت اوبراین یوې ټلفوني مکالمې ولسمسر غني دېته اړ کړ چې پاتې بندیان هم آزاد کړي، طالبان وایي اوس ددې وخت را رسیدلی چې افغانان په ګډه یوه سیاسي جوړجاړي او سوله اییز حل ته سره ورسیږي.
































