سعودي عربستان ویلي هوايي حریم یې د اماراتو د ټولو پروازونو لپاره پرانیستی دی. د سعودي عربستان حکومت په تازه اعلامیه کې ویلي دوی له اماراتو سره خپلې اړیکې پیاوړې ساتي او ددغه هېواد ټولو پروازونو ته پر خپل هوایي حریم د تګ راتګ اجازه ورکوي. په دې اعلامیه کې په واضح توګه د اسراییلو نوم نه دی یاد شوی، خو له دې ښکاري چې عربستان د اسراییلو پر پروازونو هم محدودیت نه وضع کوي. عربستان دا اعلامیه وروسته له هغه خپره کړه چې د اسراییلو لومړنۍ الوتکې ته یې اماراتو ته د رسېدو په موخه له خپل حریم د تېرېدو اجازه ورکړه.
































