امریکا وایي تر نومبر میاشتې پورې به نږدې درې زره عسکر له افغانستان وباسي. د امریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی دې ته ژمن دي چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېره کموي. دده په وینا د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې یعنې تر نومبر میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر تر پنځو زرو هم کم وي. امریکا دمګړی په افغانستان کې تر ۸۶۰۰ پورې سرتېري لري. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې تر ټاکنو مخکې به خپله هغه ژمنه پوره کوي چې له بهرنیو هېوادونو به خپل سرتېري هېواد ته راولي. امریکا څو ورځې وړاندې په عراق کې هم د خپلو سرتېرو شمېر کم کړی دی.
































