افغان حکومت په رسمي توګه منلې چې طالبانو شپږ کومانډویان خوشي کړي دي. د ملي امنیت شورا د رسنیو دفتر ویلي، افغان حکومت د طالبانو ټول څلور سوه جنجالي بندیان خوشي کړي دي، خو یوازې اووه کسه به دوحې ته لېږدول کېږي او هلته به نظربند وي. دا اووه هغه کسان دي چې ځینو هېوادونو یې د خوشي کولو په اړه ملاحظات لرل. امنیت شورا دا هم منلې چې طالبانو ورسره بندي شپږ کومانډویان خوشي کړي دي او افغان حکومت ته یې سپارلي. بلخوا یوې طالب سرچینې هم ویلي چې د هوکړې له مخې د دوی ټول پنځه زره بندیان خوشي شوي خو اووه کسه نور به دغه ډلې ته په دوحه کې سپارل کېږي. همدا راز دوی د اوو کومانډویانو د خوشي کولو خبره هم تایید کړې ده.
































