د سرپل ولایت ځايي چاورواکي وايي چې ددغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې په یوه کور کې د ماین چاودنه شوې ده. د سرچینې په خبره په پېښه کې شپږ ماشومان وژل شوي او دوې مېرمنې ټپیانې دي. حکومتي چارواکي وایي داسې ښکاري چې دغه ماین په وسله والو طالبانو له لوري په دغه کور کې ځای پر ځای شوی و. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. بلخوا په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دفتر د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي. سرچینه وایي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د مړو شوو کسانو شمېره ۳۲۰ ته رسېدلې ده. دوی پر ښکېلو لورو غږ کوي چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
































