بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې،د حکومت لخوا ځینو هیوادونو کې نوي سفیران نوماند شوي دي، د خپاره شوي لیست له مخې طیب جواد په روسیه کې، زلمی رسول بریتانیا کې، بسم الله وزیر قرغیزیستان کې، منیژه باختري اتریش کې، یما یاري جرمني کې، وحید ویسي استرالیا کې ، فرید ماموندزی هندوستان کې، نجیب الله علي خیل په اسلام اباد کې او شفق خواتی ایران کې د افغان کډوالو لپاره د سفیر په توګه نوماند شوي دي.
































