د شمالي وزیرستان په ګړیوم نومې سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په دغو پوځیانو هغه مهال چاودنه شوې چې دوی د سړک جوړونې د کارکوونکو امنیت ساته. په دغې پېښه کې څلور نور سرتېري ټپیان شوي هم دي. پاکستاني ځواکونو د پېښې په اړه په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي. ددغې پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
































