د سولې ولسي مجمع د سولې پر مرکچي پلاوي او د مصالحې عالي شورا په جوړښت نیوکې کوي. ددې مجمع غړي وايي په یاده شورا کې داسې کسان ځای پر ځای شوي دي چې، د سولې سره لېوالتیا نه لري. د سولې ولسي مجمع د اندېښنو تر څنګ له حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې فرصت ضایع نه کړي او خبرې ګړندۍ کړي. ددې بنسټ انګېرنه دا ښيي چې په حکومت کې د ننه ځینې واکمنې کړۍ د سولې له پروسې سره د شخصي ګټو او واک کې د پاتې کېدو په موخه سیاسي چلند کوي او نوي خنډونه ورته جوړوي. د سولې ولسي مجمع وايي، د لته د بندیانو وروسته د سولې په مخ کې ملېشو جوړول دي چې په اړه یې جدي اندېښنې شته دي.
































