ولسمشر غني ویلي د سولې مذاکراتو پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي ډاډ ورکړی چې د سولې مذاکرات به ژر پیل شي. ولسمشر غني دکابینې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي سوله د افغانستان د خلکو او حکومت مهمه غوښتنه ده او دی خوښ دی چې دسولې هڅې یو مهم پړاو ته رسېدلې دي. د کابینې په دې غونډه کې چې والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې برخه درلوده، د تابعیت تذکره کې د مور د نوم درجولو په ګډون یو شمېر طرحې تایید او تصویب کړې. تر دې دوه ورځې وړاندې طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت لخوا ټاکل شوي پلاوي سره خبرو کې ولسمشر غني ویلي وو، چې د افغانستان د خلکو هیله داده چې د سولې په خبرو کې د تاوتریخوالي پر کموالي او دایمي اوربند توافق وشي.
































