په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز قطر کې د افغانانو راتلونکو خپلمنځي خبرو کې د ښځو په ګډون ټینګار کوي. دېبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې د افغان سولې بهیر کې د ښځو حقونو پر مسله به د سولې تر نورو هغو خبرو ډېر تمرکز وي چې وروستیو کې يې لیدلې دي. د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د حکومت مرکچي پلاوي کې پنځه ښځې هم شته. نوموړې په دې باور ده چې د سولې خبرو کې د ښځو ګډون دوی ته د خپلو حقونو د خوندیتوب ښه چانس برابروي او هم دا چې د سولې ټولو اړخونو کې د دوی نظر منعکس شي.
































