د پکتيکا ولايتي شورا ددغه ولايت د پوهنې رييس د بېلابېلو تورونو په تړاو څارنوالۍ ته معرفي کړی، خو د پوهنې رييس د ولايتي شورا مداخله د شخصي موخو په خاطر بولي. د ولايتي شورا غړي افسرخان سليمان وايي، چې د پوهنې رييس محراب الدين شفق د خلکو ستونزو ته رسيدګي نه کوي، مالي فساد کوي او ډېری ولسواليو کې خلک هوايي معاشونه تر لاسه کوي .هغه وويل چې په وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو کې د دوولسم ټولګي اسناد هوايي جوړيږي، زده کوونکي حاضري، ترقې تعليم او نور اړين اداري اسناد نه لري، خو د پوهنې رياست يې په اړه اقدام نه کوي. د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق وايي، چې د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو ځانته محکمه جوړه کړې او غواړي چې خپل خپلوان ورباندې مقرر کړي.
































